د بالیووډ د فلمونو اداکارې یا هنرمندې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه غوښتي چې د روژې په میاشت کې دې د روژه ماتي په مجلسونو او په نورو راټولېدنو بندیز پورې شي.
د یادولو وړ ده چې په تېرو څو ورځو کې په هند کې د کمب په میله کې سلګونو کسانو ګډون کړی و، چې بیا ور پکې کورونا د ناروغۍ تشخیص هم وشو، چې له هغې وروسته نریندرا مودې غوښتنه وکړه چې دغه میله دې ختمه شي.
د مودي له غوښتنې وروسته اداکارې ګنګنا رناوت ټویټ وکړ او له لومړي وزیر څخه یې غوښتنه وکړه چې د روژې په میاشت کې دې د روژه ماتي په مجلسونو او نورو راټولېدنو بندیز ولګول شي.
کنګنا رناوت په دې ټویټ د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا تر نېوکو لاندې راغله او نوموړې خپل ټویټ ډیلیټ کړ.
بل لوري ته کنګنا رناوت د کارتیک آریان ملاتړ هم کړی دی او کارتیک آریان د کرن جوهر د (دوستانه ټو) فلم څخه ایستل شوی و، کنګنا رناوت پخپل ټویټر لیکلي دي چې: ((کارتیک آریان تر دې ځایه پخپله وړتیا رارسېدلی او د خپلو وړتیاوو په مرسته به مخکې ځي، زما غوښتنه داده چې هغه دې یوازې پرېښودل شي او د سشانت په څېر دې ورپسې نه نښلي.))