کورپاڼه / روغتيا / د روژې نېولو ترڅنګ به څه ډول ورزش کوو؟

د روژې نېولو ترڅنګ به څه ډول ورزش کوو؟

که چېرته غواړئ چې د روژې په مبارکه میاشت کې ورزش ترسره کړئ، خو له دې خبرې اندیښنه لرئ چې څه ډول به یې ترسره کوئ، په دې اړه په دوبۍ کې موجود لارښود یا کوچ دیوندر بینس ځینې لارښوونې کړي دي.

دیوندر بینس وایي چې له هر څه وړاندې لومړی اړینه ده چې معلومه کړو چې ورزش باید په کوم وخت کې ترسره کړو او وخت هم باید داسې وخت وټاکو چې خېټه مو ډېره ډکه نه وي.

دیوندر زیاتوي چې د ورزش ترټولو ښه وخت له ماښامي وروسته وخت دی، خو په دې شرط چې خېټه مو ډېره ډکه نه وي، یعنې ماښامی په لږ خوراک سره وکړئ، بیا ورزش وکړئ او له هغې وروسته ډوډۍ وخورئ.

که چېرته سهار وختي پورته کېدلی شئ چې دویم غوره وخت یې له پیشلمي څخه دمخه وخت دی او که چېرته تاسې په تشه ګېډه د ورزش کولو عادت لرئ نو له ماښامي یې دمخه هم کولی شئ خو دا وخت مو بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي.

څه شی باید وخورو؟

له ورزش څخه دمخه او وروسته د انرژۍ د برابرې ساتلو لپاره که مو زړه کاربوهایډریټ ته کېږي، نو د ورېژو او پاستو پرځای سبزیجات او هغه شیان وخورئ چې فایبر لري او د خپلو عضلو د قوي ساتلو لپاره پروټین استعمال کړئ، چې له غوښې، دالو او لوبیا څخه یې ترلاسه کولی شئ، خو دا مه هېروئ چې له ورزش دمخه او وروسته باید اوبه وڅښئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …