کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پر سمندر ګرځېدونکی ساینسي ښار جوړېږي

پر سمندر ګرځېدونکی ساینسي ښار جوړېږي

ساینسپوهانو د خپلو ساینسي تجربو لپاره پر یوې لویې سمندري بېړۍ کار پیل کړی، چې دا به پر سمندر ګرځېدونکی ساینسي ښار وي او د فوټبال د دریو میدانونو په اندازه لویه به وي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې ساینسپوهانو د خپلو ساینسي څېړنو لپاره په نوو آسانتیاوو برابره یوه لویه سمندري بېړۍ جوړوي، چې د دریو میدانونو هومره لوی وي.

ویل کېږي چې دغه بېړۍ به په ۲۰۲۵ کال جوړه شوي، دوه ویشت نوې لابراتوارونه به ولري او د څلور سوه کسانو د اوسیدو ځای به ولري، که څه هم دغه ساینسي څېړنېز ماموریت به په اتومي انرژۍ سره کار کوي خو د وړانګو د خارجېدو خطر به ونه لري.

دغه بېړۍ د (ارت ۳۰۰) نومېږي چې موخه یې پر ځمکه د لویو ننګونو سره د مقابلې کولو لپاره د ساینس او څېړنې د هڅو یوځای والی دی، چې تقریباً یو سلو شپېته ساینسي اړتیاوې به پوره کړي.

ویل کېږي چې دغه بېړۍ به په ټیکنالوژۍ سمباله وي، چې په ساینسي څېړنو کې به استعمالېوي او د ویلې شوې مالګې څخه به انرژي پیدا کېږي چې د اټومي بریښنا د پیدا کولو یو ډول دی.

دغه راز دوه ویشت لابراتوارونه او روبوټیک سیستمونه به ولري او د مصنوعي ځرکتیا په مرسته به ساینسي څېړنې پرمخ وړي. دا بېړۍ چې د ساینسي څېړنو لپاره جوړېږي له ټیټانک څخه به هم غټه وي، چې اوسمهال پرې کار روان دی او په ۲۰۲۵ کال به کارونه بشپړ شي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …