کورپاڼه / بېلا بېل / هغه رنګونه چې د ښه خوب لپاره اغېزمن تمامېږي

هغه رنګونه چې د ښه خوب لپاره اغېزمن تمامېږي

خوب د انسان د بدن او روغتیا لپاره ډېر اړین وي، خو پوښتنه داده چې د یو ښه او آرامه خوب لپاره باید د خوب کوټه په کوم رنګ سره رنګ کړو؟ د یوې نوې څېړنې له مخې څېړونکو دې پوښتنې ته ځواب ویلی دی.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې د یوې نوې څېړنې د پایلو له مخې څېړونکو ویلي دي چې د خوب د کوټې لپاره درې رنګونه غوره وي چې عبارت دي له نیلي، ژېړ او شین څخه.

ویل کېږي چې د خوب کوټه باید په نري غوندې رنګونو سره رنګ شي ترڅو د خوب معیار لا غوره شي، خو سور رنګ یو له هغه رنګونو څخه دی چې د خوب لپاره بد ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې سور رنګ د انسان د زړه درزا تېزوي او د انرژۍ سره یې تړلې ده ځکه چې دغه رنګ د خوب لپاره ترټولو بد رنګ ګڼل کېږي او د انسان خوب اغېزمنوي.

دغه راز ویل کېږي چې له څېړنو څخه دا هم ثابته شوې چې کوټه باید په نریو ژېړو، آسماني او شنو رنګونو سره رنګ شي او د سهار له وېده کېدو وروسته د خوښۍ احساس درکوي او طلایي رنګ هم د خوب لپاره ترټولو غوره رنګ ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …