د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پرون يو ځل بيا ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه او ګټې ته نږدې لوبه کې يې ډېر په اسانۍ ماتې وخوړه، چې ممبۍ انډينز يوازې د ١٣ منډو په توپير بريا خپله کړه.
په وروستيو ٣ اورونو کې د سنرايزرز حېدراباد ٥ لوبغاړي وسوځېدل، که څه هم پيل يې ډېر ښه کړى و، خو وروسته يې توپوهنه بېخي کمزورې ثابته شوه.
د هند ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او کمنټېټر سنجى منجريکر هم د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې باندې نيوکې کړي دي او د ځينو لوبغاړو په يادونې سره يې ليکلي دي، چې حېدراباد په بريا نه رازي.
منجريکر په خپل ټويټر کې په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې د ابيشيک شرما، ويراټ سينګ او عبدالصمد په لوبولو سره حېدراباد لوبډله په دې نه ارزي چې په لوبه کې دې بريا خپله کړي.
Sorry to say, but anyone that picks Abhishek Sharma, Virat Singh and Abdul Samad all together in one playing XI does not deserve to win.
— Sanjay Manjrekar (@sanjaymanjrekar) April 17, 2021
د يادولو وړ ده چې پرون د حېدراباد لوبډلمشر ډيويډ وارنر هم وويل، چې د دوى توپوهنه ډېره کمزورې وه او د داسې اسانه هدف ترلاسه کولو پر وړاندې داسې توپوهنه کول د ګټې نه ده.