کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یوې انجلۍ د خپل ورور، زوی وزېږاوه

په امریکا کې یوې انجلۍ د خپل ورور، زوی وزېږاوه

په امریکا کې یوې انجلۍ له خپل وروره زوی زېږولی دی، د میل آنلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه اوه ویشت کلنه انجلۍ هیلډی پیرنګر نومېږي.

ویل کېږي چې د هیلډي پیرنګر پنځه دیرش کلن ورور ایون او درې دیرش کلنې وریندارې کیلسي شیلی څلور ماشومان درلودل او غوښتل چې پنځم ماشوم هم وزېږوي خو ډاکتران ورته ویلي ول که چېرته پنځم ماشوم وزېږوي نو د مرګ خطر یې هم شته دی.

راپورونه زیاتوی کله چې هیلډي دغه حالت ولېدل نو د ورور او وریندارې مرستې ته یې راودانګل او ډاکترانو د ایون سپرمونه او کیلسي هګۍ راوخیسته او په لابراتوار کې یې ایمبریو تیاره کړه.

ویل کېږي چې وروسته له تیارولو یې دغه ایمبریو د هیلډي په ګېډه کې کېښوده او څو ورځې وړاندې یې صحت زوی وزېږاوه، چې په حیرانوونکې توګه زوی نه بلکې وراره یې ګڼل کېږي او د ایلویس نوم یې پرې ایښی.

هیلډي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې نوموړې د دریو ماشومانو مور ده، خو له دا هیله یې له ډېره وخته درلوده ترڅو د بل چا ماشوم ته زېږون ورکړي، په شپاړس کلنۍ کې وریندارې ته ویلي ول چې د بل چا ماشوم زېږول یې ارمان دی چې بالاخره دغه هیله یې پوره شوه.

دا هم ولولئ

په امریکا کې یوه کوچنۍ ماشومه د سپږو له لاسه روغتون ته وړل شوې

د امریکا په ایډیانا ایالت کې یوه څلور کلنه ماشومه د سپږو له لاسه دومره …