کورپاڼه / جالب / هغه سیمه چې تابوتونه هم د خلکو په ډیزاین کوي+عکسونه

هغه سیمه چې تابوتونه هم د خلکو په ډیزاین کوي+عکسونه

په نیوزلینډ کې د (ډاینګ آرټ) په نوم یوه اداره په دې وجه له شهرت څخه برخمنه ده چې ډېر ښکلي او په زړه پوري تابوتونه جوړوي ترڅو د مړي په وروستیو مراسمو کې د خوښۍ رنګ پیدا کړي.

ویل کېږي چې دغه اداره د نیوزیلینډ په آکلینډ کې موقیعت لري او د راس هال په نوم د یوه شخص ده، نوموړی وایي لکه څنګه چې د یو چا وروستي مراسم له غمه او درده ډک وي، نو د یو لړ په زړه پورو او ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د غم د کمولو هڅه کومه بده خبره نه ده.

په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو عکس ډېر لاس په لاس شوی، چې له یو مړی په یو غټ او داسې تابوت کې ایښی و، چې په مراسمو کې د ګډون کوونکو ټولو خلکو خولې له مسکا ډکې وې او په زړه پورې یې خبره یې دا وه چې دغه د مړي په خوښه جوړ شوی، چې په سرطان ناروغۍ و.

د راس هال په دوکان کې د پیرېدونکو د پام اړولو لپاره بېلابېل تابوتونه ایښودل شوی چې د چاکلیټ، کښتیو، ګلونو، د اور وژونکو موټرو او د مصري مومیایي شکلونه لري او ترڅنګ د پیرېدونکو په خوښه تابوتونه هم جوړوي.

راس هال د تابوتونو په اړه وایي چې دغه تابوتونه په داسې ډول سره ډیزاین کېږي چې له خښولو څو میاشتې وروسته په خاورو بدلېږي.

د ختیځو هیوادونو په څېر د تابوتونه دغه کار د ثواب لپاره نه دی، بلکې د یوې منظمې سوداګرۍ حیثیت لري او د یو تابوت بیه یې لږ تر لږه ۲۵۰۰ نیوزیلینډي ډالر ده.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …