د حشراتو پېژندونکو له لورې د جاپان د اوکیناوا او تایوان په ځنګلونو د غټو زنځو یو نوی ډول موندلی دی چې د اوبو سربېره په وچه کې هم ژوند کوي، یعنې د (amphibians) په ډول حیواناتو کې شمېرل کېږي.
د دغې زنځې علمي نوم (Scolopendra alcyona) دی او داسې کې ښکاري چې د (Scolopendra) له جنسه ده او ډول یې (alcyona) دی.
ویل کېږي چې په تېرو ۱۴۳ کلونو کې له جاپان څخه موندل شوې لومړنۍ نوې زنځه ده چې اوږدوالی یې دوه ملي میتره (شل سانتي میتره) او پلنوالی یې شل ملي میتره (دوه سانتي میتره) دی او د (رایوکو) د ټاپوګانو په لړۍ کې د واقع ځنګلونو څخه موندل شوې.
د یادولو وړ ده چې د (Scolopendra) د جنس د زنځو تر اوسه پورې سل ډولونه موندل شوي چې ډېر یې د حارا په ځنګلونو کې موندل شوي او سربېره پردې د جاپان او تایوان په ځنګلونو کې یې یوازې پنځه ډوله موندل شوي.
ویل کېږي (Scolopendra) غټې او خطرناکې زنځې وي، ځینې وخت له ځان په غټو حیواناتو او حشراتو حملې هم کوي.
ددې زنځو ډېر ډولونه په خاورو کې سوري کوي، خو په نوو موندل شوو کې یې یوازې درې ډوله داسې دي چې هم په وچه او هم په اوبو کې ژوند کولی شي.