کورپاڼه / هنر او کلتور / جیکي چن ولې خپله شتمني یواځیني زوی ته نه ورکوي؟

جیکي چن ولې خپله شتمني یواځیني زوی ته نه ورکوي؟

د هالیووډ مشهور اداکار جیکي چن په دې وروستیو کې خپله اوه شپېتمه کلیزه ولمانځله او نوموړی په دې عمر کې یو له هغه اداکارانو له جملې څخه دی چې ډېرې زیاتې روپۍ لاسته راوړي.

که څه هم جیکي چن د چین اوسیدونکی دی خو په هالیووډ له ډېر شهرت څخه هم برخمن دی. د نوموړی د ګټې وټې په اړه ویل کېږي چې د ۲۰۱۹ کال له جون راهیسې د ۲۰۲۰ تر جون میاشتې پورې یې څلویښت میلونه ډالر ګټلي.

د جیکي چن د ټولو روپیو په اړه ویل کېږي چې تر اوسه پورې یې درې سوه پنځوس میلونه ډالر ګټلي، خو یو ډالر یې هم تر اوسه پورې یواځیني زوي جیسي چن ته نه دي ورکړي.

جیکي چن په ۲۰۱۱ کال اعلان کړی و چې خپله ټوله شتمني یې د خیر کارونو ته ځانګړې کړې او یواځینې زوی به هیڅ هم نه ورکوي، نوموړی وایي چې خپل زوی ته له فلمي کیریر څخه د ګټل شوو روپیو د پرېښودو هیڅ پلان نه لري، که چېرته یې وړتیا پیدا کړه نو خپل قسمت به جوړ کړي او که نااهل شو نو زما دولت به ضایع کړي.

د یادولو وړ ده چې جیکي په ۱۹۵۴ کال په هانګ کانګ کې په غریبه کورنۍ کې وزېږید او په اوه کلنۍ کې خواري او مزدوري پیل کړه، چې له هغې وروسته به یې د اداکارۍ زده کړې کولې او په لومړیو کې به په ستیج ډرامې او په سینما خپل هنر ښوده.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …