کورپاڼه / بېلا بېل / ولې د لرغونو مصریانو لپاره پیشو سپېڅلې وه؟

ولې د لرغونو مصریانو لپاره پیشو سپېڅلې وه؟

لرغونو مصریانو له پیشو سره ډېره زیاته مینه لرله او د مصر څخه په موندل شوو آثارو او پخوانیو پاتې شونو کې د پیشو په شکل د جوړو شوو شیانو کمښت نشته.

په دې آثارو له کې له لویو مجسمو نېولې تر پیچلو زیوراتو د پیشو تصویرونه او نقاشۍ شاملې دي، لکه څنګه په لرغوني مصر کې د انسانانو د مومیایي کولو طریقه دود وه، ترڅنګ یې د پیشوګانو مومیایي کول هم رواج ول، چې د زرګونو کلونو په تېرېدو یې هم پاتې شوني هماغسې سلامت دي.

تر دې پورې د نړۍ لومړنۍ د پیشوګانو هدېره هم مصریانو جوړه کړې، خو پوشتنه داده چې لرغونو مصریانو ولې له پیشو سره دومره مینه لرله؟ لرغوني یوناني تاریخپوه هیرودوت لیکي چې په لرغوني مصر کې به مصریان خپل وروځې په درناوي کلولې.

مصریانو باور درلود چې د دوی په خدای ګوټو او مشرانو کې د پیشوګانو خویونه شتون لري. بل لوري ته ویل کېږي چې مصریانو پیشوګانې د دوو موخو لپاره ساتلې یا یې ورته اهمیت درلود، لومړی دا چې ساتونکې او وفادارې وې او دویم چې آزادې او تشدد کوونکې وې.

دغه راز په لرغوني مصر کې پیشوګان ته عقیدت له دې هم معلومېږي چې دوی د سخمت په نوم یو خدای ګوټی درلود چې بدن یې د ښځې او سر یې د پیشو و او دوی باور درلود چې دغه خدای ګوټی یې ساتنه کوي.

یوه بل خدای ګوټی یې هم درلود چې باسټیټ به ورته وایه او ډېر وخت به د زمري او پیشو په شکل ښکاره کېده او باور یې درلود چې دا پیشو یې د خدای ګوټي لپاره سپیڅلې ده.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …