کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه حشره چې خپلو دماغو ته د بدلون ورکولو وړتیا لري

هغه حشره چې خپلو دماغو ته د بدلون ورکولو وړتیا لري

سره د دومره ډېر پرمختګ او ټیکنالوژۍ بیاهم ځینې شیان داسې کارونه دي چې موږ انسانان یې نه شو ترسره کولی، د مثال په توګه د دماغو د اندازې بدلول.

د کلونو کلونو څېړنو له ترسره کولو وروسته معلومه شوه چې د حیواناتو په نړۍ کې ځینې داسې ژوندي موجودات هم شته چې د خپلو دماغو اندازه بدلولی شي.

چې په دې لړ کې اوسمهال د یوې نوې څېړنې له مخې موندل شوې چې هندوستاني ټوپ وهوونکی مېږی (Indian jumping ant) دا وړتیا لري چې د خپلو دماغو حجم ته بدلون ورکړي.

او حقیقت دا چې دا مېږی نه یوازې خپل دماغي حجم بدلوي بلکې بېرته یې خپل حالت ته هم راوستلی شي. ساینسپوهان وایي چې دغه مېږی کولی چې تر شل سلنو پورې خپل دماغ راټول کړي.

ویل کېږي چې د دماغو په حجم کې له بدلون راوستلو وروسته دغه مېږیان په یو څو اوونیو کې دننه بېرته دماغ خپل حالت ته راولي، چې د خپل ډول له مخې لومړنۍ حشره ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

فیسبوک له وټساپ څخه څه ډول پیسې څه ګټي؟

د فیسبوک شرکت په ۲۰۱۴ کال د وټساپ اپلیکیشن په نوولس میلیارده ډالر واخیست، چې …