کورپاڼه / روغتيا / هغه حیرانوونکې مېوه چې د وینې کمښت پوره کوي

هغه حیرانوونکې مېوه چې د وینې کمښت پوره کوي

آلوبخار د خپل خوږ او تروش خوند په سبب په خوراکي توکو کې له هغې مېوو څخه ګڼل کېږي چې ډېر خلک یې خوښوي، آلوبخاره نه یوازې دا چې خوندوره مېوه ده بلکې د ویټامین کی، اوسپنې، فایبر، پوتاشیم او بیټاکیروټین لري.

دغه راز غوړ، پروټین، ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي، ویټامین اي، کلسیم، سودیم او په ډېره اندازه میګنیزیم هم لري او ترڅنګ د انټۍ اکسایدو په درلودلو د سرطاني ناروغیو خطر هم کموي.

آلوبخار د دماغي روغتیا لپاره هم غوره مېوه ګڼل کېږي، د کلیسترولو کچه کموي او د ځیګر لپاره اغېزمن تمامېږي او د پوتاشیمو شتون یې د وینې فشار کنترولوي او د رګونو او هډوکو د ناروغیو لپاره ګټور ګڼل کېږي.

دغه راز د بدهضمۍ او قبض د ستونزو لپاره هم حیرانوونکې ګټې لري او شربت یې د ګرمۍ په ورځو کې له ګرمي دانو څخه د ژغورلو لپاره د بدن د تازه والي لپاره ګټور تمامېږي.

او د وینې په پوره کولو کې هم مهم رول لوبوي، د سینې له سرطان څخه په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي، د شکر ناروغانو ته هم ښه وي، د سترګو دید ښه کوي او ترڅنګ د ویښتانو اړوند ټولې ستونزې ختموي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …