کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اې بي ډيويليز بېنګلور ته دريمه لوبه وګټله
اې بي ډيويليرز

اې بي ډيويليز بېنګلور ته دريمه لوبه وګټله

د بېنګلور لپاره په دريمه لوبه کې ګلين ميکسويل او اې بي ډيويليرز ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه چې د کلکتې پر وړاندې يې د ٣٨ منډو په توپير دريمه بريا هم خپله کړه.

د هند تجارتي ليګ ١٠مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پيل کې بېنګلور پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

رايل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلين ميکسويل د ٣ شپږيزو او ٩ څلوريزو په مټ په ٤٩ توپونو ٧٨ او اې بي ډيويليرز د ٣ شپږيزو او ٩ څلوريزو په مټ په ٣٤ توپونو ٧٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کلکته نايټ رايډرز له خوا ورون چکرورتي ٢، پاټ کومنز او پراسيد کرشنا ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٠٥ منډو هدف په تعقيب کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ منډې وکړې چې د ٣٨ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له خوا انډري رسل ٣١، ايون مورګن ٢٩، شکيب الحسن ٢٦ او راهول تريپاټي ٢٥ منډې وکړې. د بېنګلور له خوا کيلي جيميسون ٣، يوژيندرا چاهل او هرشل پټيل ٢-٢ او واشينګټن سندر ١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اې بي ډيويليرز ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې ددا د رايل چېلنجرز بېنګلور دريمه لوبه وه چې دريمه بريا يې خپله کړه او د ٦ نومرو سره د جدول سر ته لاړه، همدا راز کلکته نايټ رايډرز بيا په دريمه لوبه کې دويمه ماتې هم وخوړه.

نن د اى پي ايل ١١مه لوبه د پنجاب کنګز او ډيلي کاپيټلز ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …