کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان لوبډله له زمبابوې سره د لوبو لپاره زمبابوې ته ورسېدله
پاکستان او زمبابوې

د پاکستان لوبډله له زمبابوې سره د لوبو لپاره زمبابوې ته ورسېدله

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په سويلي افريقا کې د برياوو ترلاسه کولو وروسته په يوه ځانګړې الوتکه کې زمبابوې ته ورسېدله چې هلته به اوس له زمبابوې سره لوبې کوي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، پاکستان او زمبابوې به نړيوالې شل اوريزې او ټېسټ لوبې ترسره کړي. شل اوريزې لوبې به د اپريل په ٢١مه، ٢٣مه او ٢٥مه نېټه ترسره شي او له هغه وروسته به بيا دوه ټېسټ لوبې ترسره شي چې لومړۍ به د اپريل په ٢٩مه او دويمه د مۍ په ٧مه نېټه پيل شي.

پاکستان په سويلي افريقا کې د سويلي افريقا لوبډلې سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو او ٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کړې، چې په دواړو لوبلړيو کې يې بريا خپله کړه.

د پاکستان پر وړاندې زمبابوې هم تېره ورځ خپله لوبډله اعلان کړه، چې په دې لوبډله کې سين ويليمس (لوبډلمشر)، ماروماني تاديوانشي، ريان برل، ويلنګټن مسکدزا، ريګيس چکابوا، موفودزا تاپيوا، تاناکا چيوانګا، بليسنګ موزرباني، کريګ اريون، ريچارډ نګاروا، لوکي جونګوي، برينډن ټېلر، تيناشي کامونهوکاموي، ډونالډ ټريپانو او ويسلي ماديويري شامل دي.

د يادولو وړ ده چې زمبابوې په دې وروستيو کې له افغانستان سره هم د ټېسټ او شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کړې وه، چې ټېسټ لړۍ مساوي خو شل اوريزو لوبو لړۍ افغانستان ګټلې وه.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …