کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نن ورځ د ويراټ کوهلي لپاره ډېره ځانګړې ده
رايل چېلنجرز بېنګلور

نن ورځ د ويراټ کوهلي لپاره ډېره ځانګړې ده

په اى پي ايل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلمشر ويراټ کوهلي وايي، چې نن ورځ د هغه لپاره ډېره ځانګړې ده، ځکه چې په درې لوبو کې يې درې برياوې خپلې کړې او همدا راز ١٣ کاله مخکې په همدې ورځ يې د رايل چېلنجرز بېنګلور لپاره لومړۍ لوبه هم ترسره کړې وه.

د اى پي ايل ١٠مه لوبه نن د رايل چېلنجرز بېنګلور او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ګلين ميکسويل او اې بي ډيويليرز ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه.

بېنګلور د کلکتې لوبډلې ته د ٢٠٥ منډو هدف وټاکه، خو په ځواب کې يې د کلکتې لوبډلې ١٦٦ منډې وکړې او د ٣٨ منډو په توپير بېنګلور بريا خپله کړه.

له بريا ترلاسه کولو وروسته ويراټ کوهلي هم په دې اړه يو ټويټ وکړ او نن ورځ يې ډېره ځانګړې وبلله. هغه وويل، چې نن دوى په ٣ لوبو کې ٣ برياوې خپلې کړې او همدا راز ١٣ کاله وړاندې يې په همدې ورځ د رايل چېلنجرز بېنګلور لپاره لومړۍ لوبه هم ترسره کړې وه.


ويراټ کوهلي همدا راز د خپلو مينه والو د ملاتړ او مينې څخه هم مننه کړې ده. د نوموړي دا ټويټ په لږ ساعت کې له ٢٥ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …