کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پنجاب د ډيلي لوبډلې ته ١٩٦ منډې هدف وټاکه
ماينک اګروال

پنجاب د ډيلي لوبډلې ته ١٩٦ منډې هدف وټاکه

د پنجاب کنګز لپاره پيليزو توپوهونکو ماينک اګروال او لوکيش راهول په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته يې د ١٩٦ منډو هدف وټاکه.

د اى پي ايل ١١مه لوبه د پنجاب کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ په ممبۍ کې ترسره کېږي، چې ډيلي د لوبې له ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پنجاب کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې ماينک اګروال په ٣٦ توپونو ٦٩ او کى ايل راهول په ٥١ توپونو ٦١ منډې وکړې، همدا راز ديپک هوډا هم ٢٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ډيلي کاپيټلز له خوا کريس ووکس، لوکمن ميريوالا، کاګيسو رباډا او اويش خان ١-١ ويکټ واخيستې، کاګيسو بيا تر ټولو زياتې ٤٣ منډې ورکړې.

د يادولو وړ ده چې پنجاب کنګز او ډيلي کاپيټلز تراوسه پورې دوه دوه لوبې ترسره کړې دي او دواړو لوبډلو ١-١ بريا خپله کړې ده، چې نن هره لوبډله بريالۍ شي، دا به يې دويمه بريا وي.

دا هم ولولئ

سارو ګنګولي او ای پي ایل

سارو ګنګولي: د ای پي ایل ۲۰۲۱ پاتې لوبې په هند کې ترسره کول ممکن نه دي

د ای پي ایل ۲۰۲۱ سیالیو له ځنډېدو وروسته په لومړي ځل د هند کرکټ …