کورپاڼه / خبرونه / ميسي په خپلو ٣ بنيانونو د ٥٠ زره لوبغاړو لپاره د کورونا ضد واکسين واخيستل
ميسي

ميسي په خپلو ٣ بنيانونو د ٥٠ زره لوبغاړو لپاره د کورونا ضد واکسين واخيستل

د ارجنټاين مشهور فوټبال لوبغاړي ليونيل ميسي د خپلو درې شرټونو يا بنيانونو په بدل کې د سويلي امريکا د ٥٠ زره فوټبال لوبغاړو لپاره وړيا د کورونا ضد واکسين واخيستل.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، ميسي خپل درې بنيانونه چې د هغه لاسليک پرې شوى و، د کورونا ضد واکسين جوړونکي چينايي شرکت ته ډالۍ کړل، چې په بدل کې به يې ياد شرکت ٥٠ زره لوبغاړو ته د کورونا ضد واکسين په وړيا ډول ورکوي.

په دې پنځوس زره د فوټبال لوبغاړو کې د سويلي امريکا او د ارجنټاين د ٢٦ کلبونو لوبغاړي شامل دي، چې په وړيا ډول به ورته دا واکسين ولګول شي.

بلخوا د ميسي د دې بنيانونو له ورکولو وروسته يوه بله لانجه هم جوړه شوې ده، ځکه چې دا هر څه د يو سياسي ګوند د مشر له خوا ترسره شوي دي چې اوس هغه د خلکو تر نيوکو لاندې دى.

په دغه سياسي مشر باندې نيوکې کېږي، چې هغه د ميسي د بنيانونو په بدل کې د خپل ولس لپاره هم واکسين ترلاسه کولاى شي، خو په وېنا يې، چې هغه هېڅ د خپل ولس په فکر کې نه دى.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …