کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ګبر زبردسته توپوهنه، ډيلي يې بريالى کړ
شيکر دهون

د ګبر زبردسته توپوهنه، ډيلي يې بريالى کړ

ګبر (شيکر دهون) يو ځل بيا کمالي توپوهنه ترسره کړه چې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته يې د ٦ ويکټو په توپير د پنجاب کنګز پر وړاندې بريا ورپه برخه کړه.

د اى پي ايل ١١مه لوبه د پنجاب کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ډيلي کاپيټلز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پنجاب کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې وکړې چې له ډلې يې ماينک اګروال ٦٩، لوکيش راهول ٦١ او ديپک هوډا ٢٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ډيلي کاپيټلز له لوري اويش خان، کاګيسو رباډا، لوکمن ميريوالا او کريس ووکس ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٩٦ منډو هدف د ډيلي کاپيټلز لوبډلې په ١٨.٢ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او ٦ ويکټو په توپير يې دويمه بريا خپله کړه.

د دوى له خوا شيکر دهون ښه توپوهنه ترسره کړه چې په ٤٩ توپونو يې ٩٢ منډې وکړې، همدا راز پريتوي شاو ٣٢ او مارکس سټوينيس ٢٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د پنجاب کنګز له خوا جهي ريچارډسن ٢، ارشديپ سينګ او ريلي ميريډيټ ١-١ ويکټ واخيستې.

د يادولو وړ ده چې ډيلي کاپيټلز په خپله دريمه لوبه کې دويمه بريا خپله کړه او د ٤ نومرو سره په جدول کې دويمه لوبډله شوه، همدا راز پنجاب کنګز بيا په دريمه لوبه کې دويمه ماتې وخوړه.

سبا، د اپريل په ١٩مه نېټه به د اى پي ايل ١٢مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …