د جرمني اوسېدونکو د اى ټي انجنيرانو يوه داسې وېب کېمره جوړه کړې ده، چې کټ مټ د انسان سترګې ته ورته ده، چې ډېره په زړه پورې ليدل کېږي.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، دې کېمرې ته د (اى کېم) نوم ورکړل شوى دى چې د کمپيوټر سره لګېږي او د ويډيويي زنګ پر مهال دا سترګه ښي او چپ طرف ته هم ګوري او سترګې هم پټوي.
دا چې په لومړي نظر ووينئ نو بېخي د انسان د سترګې په څېر ښکاري، ځکه د انسان د سترګې په څېر کټ مټ جوړه شوې ده، چې د دې لپاره دا هر څه د سيليکون نه جوړ شوي او تهري ډي پرنټينګ يې شوى دى.
دا (اى کېم) مارل ټيسير او د هغه ټيم د جرمني په سارلينډ پوهنتون کې جوړ کړى دى، چې په ټولنيزو رسنيو کې هم د خلکو له خوا يې ډېره ستاينه شوې ده.
دا اى کېم د يو انسان په څېر سترګه پټوي، بلکې د وروځو حرکتونو ته په کتلو سره سترګه هم هغه ډول کار کوي، په دې کې سنسرونه لګول شوي دي.
د دې کېمرې په ليدو داسې ښکاري چې د يو انسان سترګه هر څه ګوري، بلکې بېخي د يو ژوندي انسان سترګه ده. د دې د جوړېدو هر څه هم خلاص ايښودل شوي دي، يعنې معنا دا چې هر څوک يې په خپله هم خپل ورژن جوړولى شي.