کورپاڼه / خبرونه / د راشد خان د کوچنيوالي يو ډېر نادره عکس په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي
راشد خان

د راشد خان د کوچنيوالي يو ډېر نادره عکس په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د کوچنيوالي يو ډېر نادره عکس په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي.

راشد خان چې د اى سي سي له خوا د نړيوالو شل اوريزو لوبو د لسيزې غوره لوبغاړى څه وخت وړاندې اعلان شوى دى، د افغانستان يو هغه کرکټر دى چې په ټوله نړۍ کې ډېر مينه وال لري.

د نوموړي د کوچنيوالي دا عکس د هغه کشر ورور عادل جليل لومړى په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى و، چې له هغه وروسته ډېرو خلکو خپور کړى دى.

راشد خان کوچنيتوب

په دې عکس کې راشد خان ډېر کوچنى دى، چې ورسره يې ورور عامر خان او همدا راز يو بل خپل يې د بخت الله خان په نوم هم ورسره ليدل کېږي.

د دې عکس په اړه پوره معلومات نشته، چې دا په کوم کال کې اخيستل شوى دى، خو داسې ښکاري چې راشد خان به شاوخوا د پنځه کلونو په عمر کې وي.

د يادولو وړ ده چې راشد خان اوسمهال په هند کې د اى پي ايل ليګ کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي. نوموړى د حېدراباد يو له مهمو لوبغاړو څخه دى.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …