کورپاڼه / هنر او کلتور / جان ابراهام: افغانستان سره مينه لرم، په نړۍ کې يو زما د خوښې ځاى دى + ويډيو
جان ابراهام

جان ابراهام: افغانستان سره مينه لرم، په نړۍ کې يو زما د خوښې ځاى دى + ويډيو

د هندي سينما مشهور اداکار جان ابراهام يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، چې هغه پکې د افغانانو او افغانستان سره د خپلې مينې يادونه کوي.

جان ابراهام چې د بالي ووډ هنګامه وېبپاڼې سره يې يوه مرکه کوله، په خپلو خبرو کې يې د افغانستان په اړه خبرې وکړې، چې ويډيو يې ډېره لاس په لاس کېږي.

نوموړي په (کابل ايکسپرېس) فلم کې کار کړى و، چې دا فلم کبير خان جوړ کړى و او ويل کېږي چې د دې فلم ځينې صحنې په افغانستان کې هم ثبت شوې وې.

جان ابراهام په خپله دغه مرکه کې لومړى په دري ژبه کې يوه جمله وايي او بيا وايي چې زه له افغانستان سره مينه لرم او په نړۍ کې يو زما د خوښې ځاى دى.

نوموړى په خپلو خبرو کې زياتوي، چې د افغانستان خلک ډېر ښه خلک دي او په ځانګړې توګه په ټوله نړۍ کې د مېلمه پالنې لپاره يادېږي.

@kabulistan1🇦🇫❤#f#oryou #f#oryoupage #v#iral #g#oviral #f#ürdich #f#ürdichseite #a#fghan #s#ohrabkb #j#ohnabraham ##�🇫 #i#ndia

♬ original sound – Kabulistan

د يادولو وړ ده چې جان ابراهام اوسمهال د شاه رخ خان او دپيکا پاډوکون سره په (پټان) فلم کې هم کار کوي، ويل کېږي چې په دې فلم کې د هغه کردار منفي دى او دا فلم ښايي په ٢٠٢٢ کال کې نندارې ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ

اریانا سعید

اریانا سعید: حیض یا میاشتینۍ ناروغي باید شرم ونه ګڼل شي

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید د ښځو د میاشتینۍ …