کورپاڼه / اسلام / که د دنیا او اخرت بریا غواړې، نو د رسول الله (ص) په دې حدیث عمل وکړئ

که د دنیا او اخرت بریا غواړې، نو د رسول الله (ص) په دې حدیث عمل وکړئ

الله تعالی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د اسلام دین بشپړ کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لار یې د نیکمرغۍ او نجات لاره وګرځوله، زموږ پیغمبر هم خپل امت ته د الله تعالی د پیغام په رسولو کې کومه نیمګړتیا پرېنښوده او هر څه یې خپل امت په واضحو ټکو بیان کړل.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم هره خبره د نجات او نیکمرغۍ لار ده او پر سنتو یې عمل کول زموږ د خیر سبب کېږي او خپل امت یې د ژوند د تېرولو بشپړه طریقه د یو کلیوال شخص د پوښتنې په ځواب کې ښودلې، نو که چېرته څوک په دې حدیث عمل وکړي نو د دنیا او آخرت بریا به یې په برخه شي، په کنزالعمال کې روایت نقل شوی دی.

حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه فرمایي چې یو شخص د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او و یې ویل چې د دنیا او آخرت په اړه له تا څخه پوښتنه کوم، رسول الله ورته وفرمایل، چې څه غواړې و یې پوښته، هغه شخص وویل:

ای د الله رسوله! زه غواړم لوی عالم شم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، له الله تعالی وېره غوره کړه نو غټ عالم به شې.

هغه شخص وویل، زه غواړم چې په خلکو کې لوی غني شم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې قناعت وکړه په خلکو کې به لوی غني شې.

هغه شخص وویل، زه غواړم چې په خلکو کې غوره واوسم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، په خلکو ترټولو غوره هغه کس دی چې نورو ته ګټه ورسوي، نو ته هم خلکو ته ګټه ورسوه.

هغه وویل چې زه غواړم چې په خلکو کې لوی عادل واوسم، رسول الله ورته وویل، څه چې ځانته خوښوې نور ته یې هم خوښه کړه نو په خلکو کې به لوی عادل شي.

هغه وویل، غواړم د الله په دربار ترټولو خاص بنده واوسم، رسول الله ورته وویل چې د الله تعالی ذکر ډېر کوه نو د الله په خاصو بنده ګانو کې به وشمېرل شې.

نور بیا…

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …