کورپاڼه / روغتيا / ساینسپوهانو د سرطان لپاره د واکسینو په جوړولو کې تر یوه حده بریا ترلاسه کړه

ساینسپوهانو د سرطان لپاره د واکسینو په جوړولو کې تر یوه حده بریا ترلاسه کړه

په ټوله نړۍ کې میلونونه خلک د سرطان په مختلفو ناروغیو اخته دي او دا ناروغي هر کال د زرګونو کسانو د مړینې سبب هم کېږي، خو اوسمهال ساینسپوهانو یې د واکسینو په جوړولو کې تر یوه حده بریا ترلاسه کړې.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د سرطان د مخنیوي لپاره یې د واکسینو لومړنۍ مرحله بریالۍ شوه، ویل کېږي چې دغه واکسین یې په لومړنۍ مرحله کې په دیارلسو هغه ناروغانو وکارول چې سخته رسولۍ یې لرله.

د تجربو په پایله په څلورو ناروغانو کې د ناروغۍ نښې له منځه تللې وې او نور یې درملنې ته اړتیا نه لرله، دغه راز څلور ناروغان داسې ول چې ژوندي ول او د درملنې لاندې نیول کېده او دریو ژوند له لاسه ورکړ.

ساینسپوهان وایي که څه هم د سرطان په درملنه کې ډېر پرمختګ شوی، خو ډېری ناروغان بیاهم د کلینیکي غبرګونونو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي.

دوی وایي چې د (پرسنلایزډ) واکسینو سره د ناروغانو دفاعي غبرګون ښه کېږي او د همدې واکسینو په نظر کې د نیولو سره یې د (پي جي وي ۰۰۱) په نوم واکسین جوړ کړي، چې یو ډول امینو اسید لري او ناروغانو ته به د ابتدایي درملنې سره ورکړل شي.

بل لوري ته واکسینو یوازې پر پنځوس سلنه ناروغانو لږ غوندې ضررناکې اغېزې هم درلودې، یعنې د پیچارۍ پرځای به یې لږ غوندې بخار رامنځته کېده او تر ۸۸۰ ورځو پورې د اغېزو تجزیه وکړه چې بالاخره څلور ناروغان له سرطان څخه وژغورل شول.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …