کورپاڼه / جالب / یوې ښځې د زوی د واده په مراسمو کې داسې کار وکړ چې ناوې یې حیرانه کړه

یوې ښځې د زوی د واده په مراسمو کې داسې کار وکړ چې ناوې یې حیرانه کړه

د واده ورځ د هرې ښځې او نارینه لپاره د ژوند ترټولو مهمه ورځ او په دې ورځ ناوې او زوم د ټولو د نظرونو لاندې وي، خو په امریکا کې یوې ښځې د خپل زوی په واده کې داسې جامې اغوښتې وې، چې د خپلې نوې اینګور ټولې خوشحالۍ په اوبو یوړې.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا د نیوجرسي اوسیدونکې د پاولا په نوم یوه انجلۍ پر ټیک ټاک وایي چې پخوانۍ خواښې یې په د نوموړې په واده کې د ناوې جامې اغوستې وې او له څنګه یې نه خورېده ترڅو په ټولو عکسونو کې راشي.

پاولا د ټیک ټاک پر ویډیو د خپل واده تصویرونه هم ښیي، چې له مخې یې لېدل کېږي چې د زوم او ناوې ترڅنګ د زوم مور هم د ناوې په څېر په سپینو جامو کې لېدل کېږي.

پاولا وایي چې: ((په هر عکس کې مې خواښې رانه څو اینچه لېرې ده، چې بالاخره تنګه شوم او د مراسمو ترتیبونکي ته مې وویل، خو بیاهم زما له څنګه نه لېرې کېده، ما فکر هم نه شو کولی چې خواښې به مو د خلکو پام ځانته واړوي او زما خوشحالي به په اوبو یوسي.)) پر ویډیو د ټیک ټاک کاروونکو څرګندونې کړي او دغه ښځه یې تر سختو نېوکو لاندې راوستې.

یو لیکلي چې: ((زما په فکر دې ښځې غوښتل چې خپل زوی سره واده وکړي)) یو انجلۍ بیا لیکلي چې: ((که چېرته زما خواښې زما په واده کې سپینې جامې واغوندې نو به له واده انکار وکړم او مراسم به ورته پرېږدم)).

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …