کورپاڼه / ليکنې / تاسې د شپږم حس په اړه څه پوهېږئ؟

تاسې د شپږم حس په اړه څه پوهېږئ؟

د واشنګټن پوهنتون څېړونکو د یوې وروستۍ څېړنې له مخې موندلې چې شپږم حس د انسان د دماغو په داخلي برخه کې شتون لري او کله چې یو څوک له خطر سره مخ کېږي نو دغه حس متحرک کېږي. د سیدتي ویب سایټ د خپرې شوې څېړنې لع مخې معلومه شوې چې له دا ډول احساساتو سره د نارینه وو په پرتله ښځې ډېرې مخ کېږي.

د شپږم حس په اړه اړین معلومات:

د شپږم حس په اړه تر اوسه پورې کومه څېړنه منطقي پایلې ته نه ده رسېدلي او دا یې نه ده څرګنده کوې چې د یو شخص شپږم حس له بل شخص سره څومره مختلف وي.

همدا سبب دی چې ځینې کسان یې په لاشعوري توګه یو داسې ګڼي چې یو اضافي احساس رامنځته کوي، لکه دریمه سترګه چې وي چې له ظاهري سترګې ډېر څه ویني او تاسې یې باید ځواب ویوونکي اوسئ ځکه چې دا سترګه خبرداری درکوي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي هغه کسان چې شپږم حس یې پیاوړی وي په احساساتي او رواني توګه پیاوړي وي، دننه خوښ او په ځان ښه باور لري او په ټولنیزو اړبکو کې د پراختیا او کامیابۍ ځانګړتیا لري.

شپږم حس له پنځو حسونو آخوا واقیعتونه له لېرې څخه درک کوي. څېړنې له مخې ویل کېږي چې شپږم حس ډېر ډولونه لري د مثال په توګه د کومې پېښې وړاندوینه کول یاهم د یو چا فکر لوستل د شپږم حس لوړې برخې دي، ځینې داسې عادتونه هم شته چې شپږم حس ته مو ښه والی ورکوي:

  • د یو چا شي په اړه له حقیقي او عقلې تجزیې څخه مرسته اخیستل.

  • د خپلو خوبونو یادول، خوبونه ستاسې په لاشعور کې پټ شوي خیالات او احساسات دي

  • یو کاغذ راواخلئ او هغه څه چې مو په دماغو کې ګرځي، پرته له وېرې یې ولیکئ، په لیکلو مو لاشعور پیاوړی کېږي.

  • د خپل شاوخوا په خلکو او شیانو کې وړو وړو تفصیلاتو ته توجه کول زده کړئ ترڅو د باریکو شیانو په پوهېدو کې درته آسانتیا پیدا شي.

  • کله چې له یو چاسره خبرې کوئ، پام ورته وکړئ، بدلون او طبیعت یې وګورئ.

دا هم ولولئ

د لمر له راختلو وروسته تر څه وخته پورې د روژې نیت کېږي؟

د روژې په مبارکه میاشت کې د هرې روژې لپاره بېل، بېل نیت کول اړین …