کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې باید پیشلمي کې ترې ډډه وشي

هغه خوراکي توکي چې باید پیشلمي کې ترې ډډه وشي

موږ ټول په دې پوهېږو چې د روژې په مبارکه میاشتې زموږ د خوراک کولو عادتونه تغیر خوري، موږ هر ځل د سرو کړو خوراکي توکو څخه د ځان ساتلو اراده کوو، خو کله چې د روژه ماتی وخت شي نو اراده مو کمزوري شي او داسې ماښامی نه وي چې موږ ور پکې پیکوړۍ او سموسې ونه خورو او پیشلمي کې مو پراټې او شوړمبې د خوراکي توکو برخه وي.

د روژې میاشت د ښه خوړو د استعمال یوه غوره موقع ده او ددې لپاره چې د ورځې پرمهال د کمزورۍ احساس ونه کړئ نو اړینه ده چې پیشلمي کې ښه او غوره خوراکي توکي وکاروئ، دلته ځینې هغه خوراکي توکي ذکر کوو چې پیشلمي کې باید ترې ډډه وشي.

سپینه ډوډۍ یا اوړه:

له سپینو اوړو څخه جوړ شوی هر توکی زموږ د معدې لپاره ښه نه وي او د ګیس سبب یې ګرځي، نو له پاستې، سپینه ډوډۍ او له هغه شیانو له خوراک ډډه وکړئ چې له سپینو وړو څخه جوړ شوي وي او پرځای یې پیشلمي کې سره اوړه او فیرني وخورئ، چې په دې سره به د ګیس ستونزه هم نه لرئ او ورځ به مو هم ښه وي.

سره کړي خواړه:

هغه خواړه چې غوړ او سودیم ډېر ولري د تندې د ډېرېدو سبب کېږي او بدن مو د اوبو له کمښت سره مخ کوي، نو د پیشلمي پر وخت له سرو کړو خوړو او د ډېرو غوړو لرونکو توکو ډډه وکړئ، په خوړو کې لږ غوړ وکاروئ او په دې ډول د تندې احساس کم کړئ او کلیسترول به مو هم نه لوړېږي.

ډبي لرونکي څښاک یا مشروبات:

پیشلمي له هغه مشروباتو ډډه وکړئ چې په ډبیو کې وي، ځکه چې په دې ډول مشروباتو او جوسو کې مصنوعي بوره اچول کېږي، چې په همدې سبب مو د وینې فشار لوړېږي، نو هڅه وکړئ چې ددې مشروباتو پرځای وطنۍ شوړمبۍ وڅښئ.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …