کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پر مریخ ژوند ممکن دی او څنګه؛ ناسا غواړي چورلکه ور ولېږي

پر مریخ ژوند ممکن دی او څنګه؛ ناسا غواړي چورلکه ور ولېږي

ټاکل شوې ده چې د امریکا فضایي اداره ناسا به نن ورځ دوشنبه کومې بلې سیارې ته د کنترول شوې الوتنې تاریخ جوړ کړي.

د فرانسې خبري آژانس (AFP) د راپور له مخې ویل کېږي د (انجنیوټي مارس) په نوم چورلکه د اپریل په یوولسمه نیټه مریخ ته لېږل کېده، خو د ازمایښ پرمهال په سافټویر کې د خرابوالي له امله په ټاکلي وخت ونه لېږل شوه.

ویل کېږي چې دغه ډرون چورلکه چې څلور پونډه یا تقریباً دوه کیلو ګرامه وزن لري د فبرورۍ په اتلسمه نیټه مریخ ته د (پرسیورنس) په نوم آلې سره لېږل شوې او موخه یې دا وه چې آیا پر مریخ ژوند امکان لري او څنګه، خو د (انجنیوټي مارس) چورلکې موخه د تخنیکي وړتیاوو څرګندول ښودل شوي.

هیله مندي ښودل کېږي انجنیوټي به په راتلوونکي کې د نورو ستورلوژیکي شیانو لټون ته وده ورکړي او هغه ځکه چې د انجنیوټي چورلکې سرعت ډېر دی او هغه ځایونو ته هم تللی شي چې (روور) هلته نه شي تللی.

په الوتنه کې ځینې ستونزې هم شته ځکه چې پر مریخ هوا ډېره کمه ده، تر دې چې د ځمکې د هوا د فشار له یو سلنې سره هم نه ده برابره او د هوا د کمښت په سبب د چورلکې الوتنه به ستونزمنه وي.

د انجنیوټي جوړونکی میمي آنګ وایي چې: ((که چېرته یې دا الوتنه بریالۍ شوه، نو ناسا به په څلور ورځو کې دننه یوه بله الوتنه هم مریخ ته وکړي.))

نوموړی وایي چې: ((ناسا به دغه چورلکه د شپاړس فوټه یا پنځو میترو په لوړوالي تر شپږو ثانیو پورې په هوا کې ودروي، دیرش ثانیې به یې وګرځوي او بیابه یې کېنوي او پر مریخ یې ټول انحصار په کېنولو وي.))

انحنیوټي په داسې ډول جوړه شوې چې د الوتنې پرمهال تصویرونه اخیستلی شي او په مرسته به یې د مریخ تصویرونه واخیستل شي.

دا هم ولولئ

فیسبوک له وټساپ څخه څه ډول پیسې څه ګټي؟

د فیسبوک شرکت په ۲۰۱۴ کال د وټساپ اپلیکیشن په نوولس میلیارده ډالر واخیست، چې …