خپلواک وېبپاڼه (۲ نومبر ۲۰۱۹): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي يوه ويډیو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، چې هغه په کې له يوې نجلۍ سره خبرې کوي او هغې ته خپله تناسلي اله ښکاره کوي.
د حریم شاه په نوم ټويټر کاروونکې د شاهين اپريدي دغه ويډيو په ټويټر خپره کړې ده او ورته يې ليکلي دي، چې دا هغه ويډيو ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شاهين اپريدی پکې له لاسه کار اخلي. هغه وايي، چې شاهين اپريدی وايي چې خبرې کوم، څو دقيقې وروسته بيا هغه په ويډيو کې خپله تناسلي اله ښکاره کوي.
همدا راز د فريحه په نوم يوې بلې نجلۍ هم د شاهين اپريدي دغه ويډيو په ټويټر خپره کړې ده او ليکلي يې دي، چې دوی ولې په لوبغالي کې له کاره لوېدلي وي، لامل يې دا دی چې دوی ټوله ورځ له نجونو سره غږېږي. هغه وايي، دوی له خپل نوم او شهرت نه په ګټې اخيستنې سره نجونې دوکه کوي او بيا د هغوی له بدنونو سره لوبې کوي. هغه همدا راز ليکي، چې نورې ويډيوګانې به هم ژر خپرې کړي.
وروسته که څه هم دغه ويډيو د ټويټر دغه کاروونکې ډيليټ کړه، خو د شاهين اپريدي ويډيو دومره خپره شوې وه، چې مخه نيول يې ګران و. دا لومړی ځل نه دی چې د شاهين اپريدي دا ډول ويډیو خپره شوې ده، بلکې تر دې مخکې هم د شاهين اپریدي دغه ډول يوه ويډیو په ټولنيزو رسنيو کې يوې نجلۍ خپره کړې وه.
د دغه ويډيو په تړاو تراوسه پورې شاهين اپريدي څه نه دي ويلي. بل لوري ته د يوې پاکستانۍ اداکارې رابي پير زاده يوه شخصي نيمه لوڅه ويډيو هم خپره شوې ده، هغه اداکاره چې د هند لومړي وزير نريندرا مودي ته يې د مرګ اخطار ورکړی و.