کورپاڼه / جالب / په فلیپین کې د (۲۵) میلونو ډالرو د سیپیو (صدفونو) د قاچاق هڅه ناکام شوه

په فلیپین کې د (۲۵) میلونو ډالرو د سیپیو (صدفونو) د قاچاق هڅه ناکام شوه

په تاریخي لحاظ د ډېرو نایابو سیپیو (صدفونو) د قاچاق هڅه ناکامه شوې، ویل کېږي چې د لویو یا غټو سیپیو دغه فوسلونه یو سلو پنځوس ټنه وزن او پنځه ویشت میلونه ډالر قیمت لري.

د فلیپین د سمندري ساحلونو ساتونکو په ګډو عملیاتو کې د سیټو ګرین ټاپوګانو څخه په ډېره کچه د (ټاک لوبو) په نوم د سیپیو فوسلونه ترلاسه کړي.

ویل کېږي په دې سیمه کې تر اوسه پورې د غټو سیپیو د فوسلونو ترټږلو لویه کښتۍ نېول شوې او قاچاق کوونکي به د ځنګلي ژوند له قوانینو څخه د سرغړونې لاندې محاکمه شي، چې سزا به یې جریمه او څو کاله بند وي.

راپورونه وایي چې دغه فوسلونه یې له ډاکتر ټیقیولو څخه ترلاسه کړي، ډاکتر ټیقیولو ویلي چې له محکمې څخه اجازه اخیستې، خو نورې ادارې بیا وایې چې نوموړي قانوني غوښتنې نه دي پرځای کړي او سوداګري یې پرې کوله.

دوی وایي چې په دې سیپیو کې سمندري حیوانات اوسیدل او د نورو زیانمنو مواردو مخنیوی یې کاوه، خو قاچاق کوونکی وایي چې دوی پر سیپیو څېړنې کولې خو اړوند ادارې یې دا خبرې ردوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …