کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څېړنه: د میرمنو هغه عادت چې د ماشوم د جنسیت ټاکنه کوي

څېړنه: د میرمنو هغه عادت چې د ماشوم د جنسیت ټاکنه کوي

د ماشوم زېږون د مور او پلار دواړو لپاره له خوښۍ ډکه شېبه وي او کله چې د خپل زړه ټوټه له سینې سره لګوي نو کیفیت مختلف شي، هغه که لور وي او که زوي د مور او پلار لپاره یو ډول وي.

نن سبا ساینس دومره پرمختګ کړی چې د راتلوونکي ماشوم په اړه یې د حمل یا امیندوارۍ پرمهال غوره کړای شوي عادتونه مهم ثابت کړي دي.

د یوې نوې څېړنې له مخې ساینسپوهانو ویلي چې له حمل څخه د وړاندې او د حمل پرمهال هغه ښځې چې د ذهني فشار سره مخ وي، د انجونو پرځای یې د هلکانو د پیدایښت امکان دوه برابره ډېر وي.

د هسپانیې د ګرناډا پوهنتون له لورې په دې څېړنه کې یو سلو اته ښځې تر څېړنې لاندې نېول شوې او په حیرانوونکې توګه په امیندوارو میرمنو کې د ذهني فشار د اړوند هورمون د کتلو لپاره د حمل له اتمې څخه تر لمسې اوونې پرمهال د ویښتانو نمونې واخیستل شوې او معلومه شوه، د کومو میرمنو چې د حمل پرمهال او له حمل وروسته د کورټیسول کچه لوړه وه انجونې یې وزېږېدې.

او له پایلو ثابته شوه، هغه میندې چې له حمل څخه وړاندې یې ذهني فشار درلود د انجونو د زېږون کچه یې د هلکانو په پرتله دوه برابره ډېره وه.

دا هم ولولئ

فیسبوک له وټساپ څخه څه ډول پیسې څه ګټي؟

د فیسبوک شرکت په ۲۰۱۴ کال د وټساپ اپلیکیشن په نوولس میلیارده ډالر واخیست، چې …