کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړي، چې له ډېره وخته یې په تمه ول.

له نوي اپډیټ وروسته د آیفون iOS 2.21.71 ویرژن کاروونکي پخپل چیټ کې راتلوونکي تصویرونه پرته له پرانیستلو کتلی شي او د مخکې په پرتله په ډېر واضح او غټ شکل سره تصویرونه او ویډیوګانې کتلی شئ.

د وټساپ له لوري د آیفون کاروونکو لپاره دویم فیچر یا ځانګړتیا د (ډیس اپیرنګ میسج) فیچر دی چې له اندراید څخه یې داېره تر آیفونه پورې لوړه شوې او له نوي اپډیټ وروسته به د ګروپ ټوکې غړي د (ډیس اپیرنګ میسج) ترتیبات بدلولی شي، چې له دې وړاندې دغه کار یوازې د ګروپ ایډمین کولی شول.

د وټساپ (ډیس اپیرنګ میسج) فیچر کاروونکو ته د داسې پیغامونو د لېږلو اجازه ورکوي چې اوه ورځې وروسته په اتومات ډول سره ډیلیټېږي.

د یادولو وړ ده که چېرته یو کاروونکی تر اوو ورځو پورې وټساپ خلاص نه کړي بیابه هم دغه پیغامونه پخپل وخت ورکېږي، خو په نوټیفیکیشن کې به تر هغه وخته ښکاره کېږي ترڅو چې وټساپ پرانیستل شي.

دا هم ولولئ

د نارنج له پوستکي شفاف لرګی جوړ شو

که څه هم پر شفافو او چاپیریال ته پر زیان نه رسونکو لرګیو له ډېرې …