کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یو شخص له محکمې اجازه غوښتې ترڅو له خپل اولاد سره واده وکړي

په امریکا کې یو شخص له محکمې اجازه غوښتې ترڅو له خپل اولاد سره واده وکړي

زموږ په هیواد او ټولنه کې واده سنت عمل دی، چې له مخې یې یوازې دوه کسان نه بلکې کورنۍ سره یوځای کېږي، خو په لویدیځو هیوادونو کې هلک او انجلۍ سره وینې د یو بل عادتونه ګوري او له هغې وروسته سره واده کوي.

خو په دې وروستیو کې د امریکا د نیویارک ښار یو اوسیدونکي له خپل اولاد سره د واده کولو اجازه غوښتې، چې دې غوښتنې په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپورته کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې یو شخص د امریکا یوې محکمې ته په عریضه کې لیکلي چې له خپل اولاد سره مینه لري او غواړي چې واده ورسره وکړي خو د ټولنې له مخالفت څخه وېره لري.

دغه شخص له محکمې غوښتي چې خپل اولاد سره د واده کولو اجازه ورکړي ترڅو په راتلوونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي، خو دغه په عریضه کې د خپل نوم یادونه نه ده کړې او دا یې هم نه دي ویلي چې اولاد یې د کوم جنسیت لرونکی دی.

یاد شخص په عریضه کې لیکلي چې واده د دوو کسانو شخصي معامله ده او د دوو کسانو په خوښه سره صورت نیسي، د محکمې په پرېکړو او اصول نه.

د یادولو وړ ده چې د نیویارک د قانون له مخې که چېرته کوم چا د کورنۍ له کوم غړي سره واده وکړ، څلور کاله د بند سزا به ورکول کېږي.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …