ډېری والدین خپلو اولادونو ته د شېدې د استعمال لارښوونه کوي او موږ ټولو دا خبره بیا بیا ځلې اورېدلې او لوستې ده چې د شېدو په جوړښت کې کلسیم او ویټامین ډي وي چې هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي، خو زموږ هډوکي تر دیرش کلنۍ پورې وده کوي او له هغې وروسته د عمر په ډېرېدو کمزوري کېږي.
-
د هډوکو کمزوري د (اسټیوپوروسس) ناروغۍ سبب ګرځي او لامل یې د ویټامین ډي او کلسیم کمښت په ګوته شوی، نو پنیر چې پخپل جوړښت کې په ځانګړې کچه ویټامین ډي او کلسیم لري، د هډوکو لپاره ګټور تمامېږي.
-
له یوې څېړنې معلومه شوې چې د پنیر په استعمال د غاښونو پر شاوخوا میکروبونه نه راټولېږي.
-
د پنیر د خوراک د اندازه په اړه ویل کېږي چې له اړتیا ډېر پنیر استعمالول ښه نه وي، ځکه چې له غذایي توکو ډک وي او کالوري هم ډېره وي چې بیا د چاغښت سبب کېږي.
-
که چېرته مو بدن پروټینو ته اړتیا لري نو هڅه وکړئ چې پخپلو خوراکي توکو کې پنیر استعمال کړئ، په یو اونس کې لس ګرامه پروټین وي.
-
ډېر شیان د ویټامین بي ۱۲ درلودونکي وي، خو د پنیر په جوړښت کې بیا د یادو ویټامینو کچه ډېره ده.
-
خو که چېرته له بازاره پنیر اخلئ نو و یې ګورئ ترڅو د لږ سودیم لرونکي پنیر واخلئ.
-
له ډېرو څېړنو موندل شوې چې شېدې او پنیر د عامو سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي نو هڅه وکړئ چې پنیر استعمال کړئ او له ذکر شوې ناروغۍ وژغورل شئ.