کورپاڼه / روغتيا / تر ډېره پورې کېناستل مو پر ذهني روغتیا منفي اغېزې کوي

تر ډېره پورې کېناستل مو پر ذهني روغتیا منفي اغېزې کوي

د کورونا وایروس ډېر شمېر خلک غیر فعال کړل، یعنې له بدني فعالیتونو څخه وویستل، ځینو شرکتونو خپل کارکوونکي له کاره رخصت کړل او ځینو بیا خپلو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې پخپلو کورونو کې دې کار وکړي، چې په همدې سبب په زیاتو کسانو کې د ډېرې ناستې او ملاستې عادت ډېر شوی.

خو دغه ډول عادت خپلول د روغتیا لپاره ښه نه وي، د انسان بدن د حرکت او فعالیت لپاره جوړ شوی، چې محدودول یې د وینې له لوړ فشار څخه نېولي تر شکره پورې د ناروغیو سبب ګرځي.

بل لور ته د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي که چېرته تر ډېره وخت حرکت یا فعالیت ونه کړو نو دماغو ته مو زیان اړولی شي او د ذهني ستونزو د زېږون لامل کېږي.

له څېړنې معلومه شوې هغه کسان چې په بدني توګه فعالیتونه کوي د هغه کسانو په پرتله په دماغي توګه ډېر ښه ول چې بدني فعالیتونه یې نه ترسره کول.

دغه راز له بلې څېړنې له مخې چې په برازیل کې ترسره شوې ویل کېږي، هغه کسان چې په ورځني ډول لس ساعته یاهم له دې د ډېرې ناستې عادت لري په ذهني ناروغیو اخته کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …