کورپاڼه / جالب / په ټولنیزو رسنیو کې آوازو او غلطو راپورونو د کږې لوګو لرونکي آیفون ۱۱ بیه نوره هم لوړه کړه

په ټولنیزو رسنیو کې آوازو او غلطو راپورونو د کږې لوګو لرونکي آیفون ۱۱ بیه نوره هم لوړه کړه

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې تېره اوونۍ د (انټرنل آرکاییو) په نوم د ټویټر له یو اکونټ څخه د آیفون ۱۱ ځینې تصویرونه پورته شوي و، چې د یاد شرکت لوګو پرې لږه غوندې کږه لګېدلې وه.

په ټویټ کې لیکل شوي چې دغه آیفون ۱۱ ډېر نایابه آیفون او په ۲۷۰۰ ډالر پلورل شوی، ځکهدچې په سل میلونه آیفونونو کې یو داسې وي چې لوګو پرې غلطه چاپ شوي وي.

 

له دې ټویټ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپورته شول، ځینو کسانو ویډیوګانې جوړې کړې او د آیفون ۱۱ په اړه یې ښه ستاینه وکړه او دورغ او رښتیا سره ګډ بیان کړل.

خو یو شخص بیا له یاد شرکت څخه غوښتنه کې چې خپلو تولیداتو ته دې پام وکړي، هغه که د موبایل پوښ هم وي. خو له ډېر احتیاط سربېره بیاهم که چېرته کوم کاروونکي ته د کږې لرونکي آیفون ۱۱ ورسېږي نو بیابه په رښتیا هم نایابه وي.

له څو ورځینو دروغو وروسته یو بل دروغجن جاپاني (شیمیزو ډي) پخپل ټویټ لیکلي چې دغه آیفون ۱۱ له ده سره دی، ډېر یې وګرځاوه خو چا ترې وانخیست.

 

ددې نایابه آیفون د اخیستلو لپاره د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکي ویلي چې تر ۵۰۰۰ ډالرو یې اخیستلو تیار دی، خو شیمیزو وایي چې اوس یې د پلورلو اراده نه لري.

دا هم ولولئ

په مراکش کې یوې ښځې په یوځای نهه ماشومان زېږولي

د مراکش په یو روغتون کې د یوې ښځې نهه ماشومان زېږېدلي، چې کورنۍ ورته …