کورپاڼه / بېلا بېل / هغه کلى چې روژه پکې يوازې درې نيم ساعته ده
وکان کلى

هغه کلى چې روژه پکې يوازې درې نيم ساعته ده

د روژې مبارکې مياشت پيل شوې ده، چې په ځينو هېوادونو کې يې ان خلک ٢٠ او ٢١ ساعته نيسي او په ځينو هېوادونو کې بيا ٩ ساعته روژه ده.

خو روژه يو ځل بيا ورو ورو د ژمي موسم ته روانه ده او په ډېرو ځايونو کې بيا د سوړ موسم له امله په خلکو روژه اسانه تېرېږي، ځکه د ګرمۍ په موسم کې روژه بيا تر ډېره سخته وي.

خو په عمان کې بيا يو داسې کلى هم شته، چېرته چې روژه يوازې درې نيم ساعته ده، يعنې د دغه کلي اوسېدونکي يوازې د درې نيمو ساعتو لپاره روژه وي.

دا کلى ويکان نومېږي، چې يوه غرييزه سيمه کې دى او د پلازمېنې مسقط څخه ١٥٠ کلومتره ليرې دى، همدا راز له اوبو څخه بيا ٢ زره متره پورته دى.

د ټي ار ټي رسنۍ د راپور په وېنا، د ويکان کلى يو ډېر ښايسته کلى دى، چې د زردالانو، انګورو او انارو لپاره هم ډېر مشهور دى، او قدرتي ښکلا يې هم بې سارې ده.

وکان

په دې غرييز کلي کې سهار د لمر سترګه په ١١ بجې راښکاره کېږي او بيا د ماسپښين نه وروسته ٢:٣٠ بجې د لمر سترګه بېرته ښکته کېږي.

يعنې په ويکان کلي کې اوسېدونکي خلک د نورې نړۍ په پرتله ډېره اسانه او د لږ وخت لپاره روژه نيسي، چې يوازې ٣ ساعته او ٣٠ دقيقې يې روژه وي.

خو ځينو رسنيو بيا د دولتي چارواکو له خولې دا خبر سم نه دى بللى او ويلي يې دي، چې کېداى شي د غرونو له امله په دغه ځاى کې لمر ډېر وروسته کلي ته وررسېږي، خو د دې معنا دا نه ده چې د لمر سترګه دومره ناوخته راښکاره کېږي.

د عمان د سياحت وزير که څه هم رسنيو سره غږېدلى دى، خو هغه دقيق معلومات نه دي ورکړي، چې په دغه کلي کې خلک څو ساعته روژه نيسي او په دې اړه يې ناخبري ښکاره کړې ده.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …