کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان د انسانیت یو بل مثال هم جوړ کړ

سلمان خان د انسانیت یو بل مثال هم جوړ کړ

د بالیووډ د فلمونو سلطان د انسانیت د یو بل مثال په جوړولو سره یو ځل بیا د مینوالو زړونه وګټل.

ویل کېږي چې سلمان خان له اړمندو خلکو سره له مرستې نه په شا کېږي او څو ځلې یې له سره د مرستې په کولو ثابته کړې چې نوموړی د یو لوی زړه درلودونکی دی، چې دا ځل یې په همدې لړ کې د راکي ساونت د مرستې په کولو د انسانیت یو بل مثال جوړ کړ.

راکي ساونت له دې وړاندې هم ویلي ول چې مور یې سرطان ده او د درملنې لپاره یې سلمان خان ورسره مرسته کړې او روغتون ته له تګ وړاندې د راکي ساونت مور له سلمان خان څخه مننه کړې.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rakhi Sawant (@rakhisawant2511)

 

راکي ساونت پخپل انستاګرام اکونټ ویډیو خپره کړې، چې له مخې یې مور وایي: ((موږ دعا کوله، پیسې راسره نه وې، نو موږ به څه کول، آیا زه به همداسې مړه کېږم، خو خدای راته سلمان خان د فرښتې په څېر راولېږه، نن ورځ سلمان خان زما لپاره ولاړ دی او زما عملیات کوي، زه د سلمان خان مننه کوم، ځکه چې د هغه په وجه نن ورځ خپله عملیات ترسره کوم.))

د یادولو وړ ده چې سلمان خان څو ورځې وړاندې د شاهرو خان په نوي فلم (پټان) کې د خپلې اداکارۍ ثبت بشپړ کړ، خو د اداکارۍ په بدل کې د پیسو له اخیستلو انکار وکړ.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …