کورپاڼه / خبرونه / افغانستان ١٣ کاله وړاندې په همدې ورځ لومړۍ نړيواله لوبه کړې وه
نوروز منګل، حميد حسن او محمد نبي

افغانستان ١٣ کاله وړاندې په همدې ورځ لومړۍ نړيواله لوبه کړې وه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړيوالو لوبو پيل له نن څخه ١٣ کاله وړاندې په همدې ورځ شوى و، چې په لومړي ځل يې د سکاټلېنډ پر وړاندې لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړې وه.

افغانستان د دويمه درجه هېواد غړيتوب ترلاسه کړى و او د اى سي سي نړيوال جام په کواليفاير لوبو کې يې د پنځم مقام لپاره د سکاټلېنډ سره لوبه ترسره کړې وه.

دا لوبه چې د ٢٠٠٩ کال د اپريل په ١٩مه نېټه په بينوني کې ترسره شوې وه، افغانستان پکې د ٨٩ منډو په ستر توپير بريا خپله کړې وه.

په ياده لوبه کې افغانستان د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ٥٠ اورونو کې يې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد نبي ٥٨، سميع الله شينواري ٥٢ او نور علي ځدراڼ ٤٥ منډې وکړې.

په نورو لوبغاړو کې رييس احمدزي ٣٩، لوبډلمشر نوروز منګل ٣٢، هستي ګل ٢٣ ناسوځېدلې، کريم صادق ٢٠، اصغر افغان ٩، خالق داد نوري او حميد حسن صفر او همدا راز دولت احمدزي ته د توپوهنې چانس نه و وررسېدلى.

د سکاټلېنډ له خوا بيا جان بلېن ٣، جان سټېنډر او منيب اقبال ٢-٢ لوبغاړي سوځولي و.

د ٢٩٦ منډو په ځواب کې د سکاټلېنډ ټوله لوبډله په ٤٠ اورونو کې د ٢٠٦ منډو په جوړولو وسوځېده چې د ٨٩ منډو په ستر توپير يې ماتې وخوړه.

په توپ اچونه کې حميد حسن ٣، خالق داد او هستي ګل ٢-٢، دولت احمدزي او نوروز منګل ١-١ ويکټې واخيستې، همدا راز محمد نبي او سميع الله شينواري بيا کومه ويکټ ترلاسه نه کړه.

په دې لوبه کې محمد نبي ته د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوې وه.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …