کورپاڼه / هنر او کلتور / د مشهورو هندي اداکارانو لومړني معاشونه څومره و؟
اکشى، شاه رخ، سونم، پريانکا، اميتاب او عامر

د مشهورو هندي اداکارانو لومړني معاشونه څومره و؟

د ټولې نړۍ د سندرغاړو، هنرمندانو، لوبغاړو او سوداګرو د ګټې په اړه وخت نا وخت خبرونه خپرېږي، په دې برخه کې هندي اداکاران هم تر چا شاته پاتې نه دي، خو اوس ډېر داسې اداکاران دي چې په کروړونو روپۍ اخلي، خو پوهېږئ چې د دوى لومړنى معاش څومره و؟

اکشى کمار: د هندي سينما مشهور ستوري اکشى کمار فلمي نړۍ ته له راتګ مخکې په بېنکاک کې په يو هوټل کې کار کولو. نوموړى اوس يو هغه ستورى دى چې ډېرې زياتې پېسې په فلمونو کې ګټي، خو د هغه لومړنى معاش ١٥٠٠ کلدارې و.

اميتاب بچن: د هندي سينما يو ډېر کامياب اداکار اميتاب بچن دى، چې له څو لسيزو راهيسې په فلمونو کې کار کوي او ډېرې پېسې ګټي، نوموړي په پيل کې په يو شرکت کې کار کولو چې د مياشتې ورته ٥٠٠ روپۍ معاش ورکول کېده.

عامر خان: د هندي سينما مشهور ستوري عامر خان ته په لومړي فلم (قيامت سى قيامت تک) کې د کار کولو په بدل کې زر روپۍ ورکړل شوې وې. هغه اوس په يو فلم کې د کار کولو ٥٠ کروړه يا ٥٠٠ ميليونه روپۍ اخلي.

شاه رخ خان: د هندي سينما مشهور خان، شاه رخ خان په لومړي ځل پنځوس کلدارې ګټلې وې. هغه ته دا پېسې د پنکج اداس په يو کنسرټ کې ورکړل شوې وې، چې نوموړي له ياد سندرغاړي سره د دغه کنسرټ پر مهال کار کړى و.

پريانکا چوپړا: د هندي سينما مشهورې اداکارې پريانکا چوپړا چې اوس په انګليسي فلمونو کې هم ډېر نوم لري، کله چې په ٢٠٠٠ کال کې يې د ښکلا جايزه وګټله، نو له هغه وروسته يې د مياشتې په ٥٠٠٠ کلدارو بدل کې دنده پيل کړې وه.

سونم کپور: د انيل کپور لور او مشهوره هندۍ اداکاره سونم کپور د اداکارۍ تر څنګ د فيشن په نړۍ کې هم يو پېژندل شوى نوم دى. نوموړې په لومړي ځل د مشهور فلم جوړونکي سنجى ليلا بنسالي سره د مرستيالې په توګه په يو فلم کې کار کړى و چې هغه ورته ٣٠٠٠ روپۍ ورکړې وې.

ريتيک روشن: مشهور اداکار ريتيک روشن چې اوس په هر فلم کې د کار کولو کروړونه روپۍ اخلي، په ١٩٨٠ کال کې يې د (اشا) په نوم يو فلم کې کار کړى و، دا فلم د جيتيندر و، چې هغه پکې نڅا کړې وه او په بدل کې يې ورته سل روپۍ ورکړل شوې وې.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …