کورپاڼه / خپلواک / مودي ته د اخطار ورکونکې پاکستانۍ اداکارې لوڅې ويډيوګانې خپرې شوې
رابي پير زاده

مودي ته د اخطار ورکونکې پاکستانۍ اداکارې لوڅې ويډيوګانې خپرې شوې

خپلواک وېبپاڼه (۲ نومبر ۲۰۱۹): د پاکستان د هغه اداکارې، چې مودي ته يې دوه ځلې د کشمير پر سر د مرګ دړکې ورکړې وې، تازه يې يو شمېر لوڅې او شخصي ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، د دغه هېواد د نامتو اداکارې رابي پير زاده شخصي نيمه لوڅې او پوره لوڅې ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې دي، چې هغې يې له خلکو نه د نه خپرولو غوښتنه کړې ده.رابي پير زاده ۲

په يوه ويډيو کې ښکاره کېږي، چې رابي پير زاده د پوره کاليو سره ولاړه ده او بيا خپل ټول کالي وباسي او همداسې نڅا کوي. همدا راز د دې تر څنګ د هغې نورې ويډيوګانې هم خپرې شوې دي، چې ټول بدن يې پکې لوڅ ښکاره کېږي.

د پاکستاني رسنيو په وينا، رابي پير زاده په دغه تړاو باندې د پاکستان فدرالي امنيتي ادارې سره هم اړيکې نيولي دي او ورته يې ويلي دي، چې د دغه شخصي ويډيو خپروونکی دې پېدا او په خپله سزا دې يې ورسوي.رابي پير زاده ۳

بل لور ته هغې له يوې پاکستانۍ رسنۍ سره هم خبرې کړې دي او ويلي يې دي، چې دا ويډيو يې په هغه موبايل کې کړې وه، چې بيا يې ياد موبايل خرڅ کړ. هغه وايي، که څه هم له خپل دغه موبايل نه يې ويډيو ډيليټ کړې وه، خو هغه بيا چې بېرته راپېدا کړې ده.

رابي پير زاده هغه اداکاره ده، چې يو ځل يې له مارانو سره ويډيو جوړه کړې وه او د هند لومړي وزير نريندرا مودي ته يې اخطار ورکړی و، همدا راز بيا يې له ځانمرګي واسکټ سره خپل انځور په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړی و او ويلي يې و، چې زړه يې غواړي په نريندرا مودي باندې ځانمرګی بريد وکړي.رابي پيرزاده ۱

د يادولو ده چې د رابي پير زاده په تړاو ځينو خلکو نيوکې هم کولې او ويل يې چې د خپل شهرت لپاره ګډ وډ کارونه کوي، که څه هم په ټولنيزو رسنيو کې ډېری کسان د هغې په حق کې پوسټونه کوي، خو ځينې کسان بيا دا هم وايي، چې ښايي دا کار يې په خپله د خپل شهرت لپاره کړی وي.

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …