د هند تجارتي ليګ په دولسمه لوبه کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ١٨٨ منډې وکړې او د راجستان رايلز لوبډلې ته يې د ١٨٩ منډو هدف وټاکه.
د اى پي ايل ١٢مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې راجستان رايلز لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
چيناى سوپر کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې فاف ډوپليسي ٣٣، امباتي رايډو ٢٧، معين علي ٢٦ او ډواين براوو ٢٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د راجستان رايلز له خوا چيتن سکاريا ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز کريس موريس ٢، راهول ټيواټيا او مستفيظ الرحمان ١-١ ويکټ واخيستې.
د يادولو وړ ده چې د راجستان او چيناى دواړو لوبډلو دا دريمه لوبه ده، دواړو تر دې مخکې يوه يوه بريا خپله کړې او په يوه يوه لوبه کې يې ماتې خوړلې ده.