کورپاڼه / خبرونه / عليم ډار: ويراټ کوهلي د کرکټ د نړۍ افسانوي لوبغاړى دى
ويراټ کوهلي

عليم ډار: ويراټ کوهلي د کرکټ د نړۍ افسانوي لوبغاړى دى

د پاکستان مشهور او نوموتي لوبڅار عليم ډار د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى ويراټ کوهلي د کرکټ د نړۍ افسانوي لوبغاړى بللى دى.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان دغه مشهور لوبڅار په ټويټر کې له ويراټ کوهلي سره يو ګډ عکس خپور کړى دى، چې دواړه پکې ډېر خوشحاله ليدل کېږي.


عليم ډار له دې عکس سره ليکلي دي، چې د کرکټ د نړۍ ليجينډ (افسانوي) لوبغاړي سره. همدا راز ويراټ کوهلي يې هم مينشن کړى دى.

د يادولو وړ ده چې ويراټ کوهلي د ٢٠١٧ کال راهيسې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو درجه بندۍ کې لومړى مقام لرونکى توپوهونکى و، خو اوس د پاکستان بابر اعظم لومړى مقام ترلاسه کړى دى او ويراټ کوهلي په دويم مقام کې دى.

د پاکستاني او هندي کرکټ مينه والو ترمنځ په ټولنيزو رسنيو کې ډېرى مهال په دې اړه بحثونه کېږي، چې ويراټ کوهلي تر ټولو مخکښ دى او که بابر اعظم، پاکستانيان بابر اعظم تر ويراټ کوهلي ښه ګڼي او هنديان بيا ويراټ کوهلي تر بابر اعظم ښه ګڼي، خو دواړه د کرکټ د نړۍ مشهور او مخکښ توپوهونکي دي، چې د خپلو خپلو هېوادونو لوبډلمشران هم دي.

دا هم ولولئ

مبارز: په دویم رونډ کې به رانه ځان خلاص نه کړې. سمیع فیضي: راځه پنجره کې سره مخ شو

عبدالسمیع فیضي، باز محمد مبارز ته په پنجره کې د سیالۍ کولو چیلنج ورکړی او …