کورپاڼه / خبرونه / رحمان الله ګربز؛ د افغانستان تر ټولو فيټ لوبغاړى
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز؛ د افغانستان تر ټولو فيټ لوبغاړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان، چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز د ملي لوبډلې تر ټولو فيټ لوبغاړو څخه دى.

نوموړى چې د کرکټ نړۍ ته راغى، نو د خپلې ښې لوبې پر مټ يې ځانته ځانګړى ځاى پېدا کړ او د ملي لوبډلې تر څنګ يې په تجارتي ليګونو کې هم ښه توپوهنه ترسره کړه.

خو د نوموړي په برخه کې ښه خبره دا هم ده، چې هغه د خپل ځان ساتلو لپاره ډېر ورزش کوي او وخت نا وخت د خپل ورزش ويډيوګانې او عکسونه هم په ټولنيزو رسنيو کې خپروي.


رحمان الله ګربز تازه ځينې نورې ويډيوګانې هم په انسټاګرام اکاونټ او سټوري کې خپرې کړې دي، چې پکې سخت ورزش کوي. نوموړي له يوې ويډيو سره ليکلي دي، چې سخته خواري وکړئ او په خپل ځان باور وساتئ.

په دې وروستيو کې د ډېرى هېوادونو کرکټران د خپل ځان د ښه ساتلو لپاره سخت ورزش کوي، ځکه د کرکټ لپاره فيټنس يو تر ټولو مهم څيز دى او همدا لامل دى، چې په افغانستان کې بيا رحمان الله ګربز هم تر نورو زيات ورزش کوي او ځان فيټ ساتي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د نبي خېریه بنسټ په کابل او ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي خېریه بنسټ له لوري په …