کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله
معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه او له راجستان رايلز څخه يې د ٤٥ منډو په توپير لوبه وګټله.

د اى پي ايل ١٢مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې راجستان تر پچې ګټلو وروسته چيناى ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

چيناى سوپر کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې فاف ډوپليسي ٣٣، امباتي رايډو ٢٧ او معين علي ٢٦ منډې وکړې.

د راجستان رايلز له خوا چيتان سکاريا ٣، کريس موريس ٢، مستفيظ الرحمان او راهول ټيواټيا ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٨٩ منډو هدف په تعقيب کې راجستان رايلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٣ منډې وکړې چې د ٤٥ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له خوا جاس بټلر ٤٩، جېديو انداکت ٢٤ او راهول ټيواټيا ٢٠ منډې وکړې. د چيناى له لوري معين علي په ٣ اورونو کې د ٧ منډو په ورکولو سره ٣ لوبغاړي وسوځول، سام کران او رويندرا جډيجا ٢-٢، شردل ټاکر او ډواين براوو ١-١ ويکټ واخيستې.

د يادولو وړ ده چې چيناى سوپر کنګز په دريمه لوبه کې دويمه بريا خپله کړه او د ٤ نومرو په ترلاسه کولو سره يې په جدول کې دويم ځاى خپل کړ، راجستان رايلز بيا په دريمه لوبه کې دويمه ماتې وخوړه.

د هند تجارتي ليګ ١٣مه لوبه به سبا د اپريل په ٢٠مه نېټه د ډيلي کاپيټلز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …