کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د چيناى او راجستان لوبه: معين علي، رويندرا جډيجا، فاف ډوپليسي، امباتي رايډو او سام کران جايزې ترلاسه کړې
معين علي او سام کران

د چيناى او راجستان لوبه: معين علي، رويندرا جډيجا، فاف ډوپليسي، امباتي رايډو او سام کران جايزې ترلاسه کړې

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ١٢مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې چيناى پکې د ٤٥ منډو په توپير بريا خپله کړه.

د چيناى لپاره معين علي ډېره ښه لوبه ترسره کړه، نوموړي د توپوهنې تر څنګ په توپ اچونه کې هم خپل کمال ښکاره کړ او د غوره لوبغاړي جايزې اخيستلو تر څنګ يې دوه نورې جايزې هم وګټلې.

معين په توپوهنه کې په ٢٠ توپونو ٢٦ مندې وکړې او د ٧ منډو په بدل کې يې ٣ لوبغاړي وسوځول، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه، د Dream11 GameChanger لوبغاړي او د Upstox Most Valuable Asset لوبغاړي جايزه يې هم واخيسته.


د چيناى لوبډلې سام کران ته بيا د Cred Power Player جايزه ورکړل شوه، چې نوموړي په ٤ اورونو کې ٢ لوبغاړي سوځولي و او ٢٤ منډې يې ورکړې وې.


د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبغاړي امباتي رايډو د Unacademy Lets Crack In Sixes جايزه واخيسته، هغه ٢٧ منډې کړې وې چې ٣ شپږيزې يې هم وهلې وې.


د چيناى فاف ډوپليسي ته بيا د Safari Super Stricker لوبغاړي جايزه ورکړل شوه، نوموړي په ١٧ توپونو ٣٣ منډې وکړې چې ٢ شپږيزې يې هم وهلې وې.


او په ياده لوبه کې د غوره کېچ نيولو VIVO Perfect Catch of the Match جايزه رويندرا جډيجا ته ورکړل شوه، چې نوموړي په لوبه کې ٤ کېچونه نيولي و.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …