کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي عربستان: په مسجد الحرام کې ښځينه ګاردانې ګمارل شوي
ښځينه ګارده

سعودي عربستان: په مسجد الحرام کې ښځينه ګاردانې ګمارل شوي

په سعودي عربستان کې د کورنيو چارو وزارت په مسجد الحرام کې ښځينه ګاردانې هم ګمارلي دي، چې د خانه کعبې طواف به په منظم ډول ساتي.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت په ټويټر کې د هغه ښځينه ګاردانو عکسونه خپاره کړي دي، چې په مسجد الحرام کې ګمارل شوي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا ښځينه ګاردانې به د عمرې پر مهال ګوري چې څوک بې ماسکه نه وي او همدا راز ټولنيز واټن وساتي، همدا راز د کعبې د طواف په برخه کې به هم خلک په منظم ډول ساتي.


په راپور کې زياته شوې ده، چې په مسجد الحرام کې د ښځينه ګاردانو په ګمارلو سره خلکو خوښي ښکاره کړې ده او د دې کار ستاينه يې کړې ده.

د يادولو وړ ده چې سږکال يوازې هغه خلکو ته د عمرې اجازه ورکول کېږي، چې مخکې له مخکې يې د کورونا ضد واکسين کړي وي او د عمرې اجازه يې هم ترلاسه کړې وي، که چا پرته له اجازې د عمرې کولو هڅه وکړه، نو لس زره رياله به جريمه کېږي.

دا هم ولولئ

اختر

له وزیرستان پرته نن په څلورو نورو هېوادونو کې هم اختر لمانځل کېږي

په سعودي عربستان او ډېری اسلامي هېوادونو کې پرون د شوال میاشت ونه لیدل شوه، …