کورپاڼه / هنر او کلتور / د پښتو فلمونو مشهور اداکار جهانګير خان مړ شو
جهانګير خان

د پښتو فلمونو مشهور اداکار جهانګير خان مړ شو

د پښتو فلمونو مشهور اداکار جهانګير خان مړ شوى دى، هغه له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان په لاهور ښار کې په يو روغتون کې بستر و.

په ټولنيزو رسنيو کې لسګونه خلکو د جهانګير خان د مړينې په اړه ليکلي دي. داسې ويل کېږي، چې څو ورځې وړاندې په هغه د زړه دوره راغلې وه او په روغتون کې بستر و.

همدا راز دا هم ويل کېږي، چې هغه په کورونا ويروس اخته و او په لاهور ښار کې د ار ايم اى په نوم په يو روغتون کې بستر و، چې نن يې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.


خو د جهانګير خان د مړينې په اړه يې د هغوى کورنۍ تراوسه پورې څه نه دي ويلي، نه هم کومې مشهورې پاکستاني رسنۍ د هغه په اړه خبر خپور کړى دى.


د يادولو وړ ده چې جهانګير خان د اداکارۍ پيل د پښتو سريالونو څخه کړى و، چې وروسته بيا پښتو فلمونو کې څرګند شوو او په سوونو پښتو فلمونو کې يې کار کړى دى.

جهانګير خان هغه څوک و چې د پښتو فلمونو مينه والو تر نورو اداکارانو ډېر خوښوو او د نورو اداکارانو په پرتله جهانګير خان په ډېرو فلمونو او سي ډي ډرامو کې هم راتللو.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …