کورپاڼه / هنر او کلتور / د پښتو فلمونو اداکار طارق جمال د جهانګير خان د مړينې خبر رد کړ
جهانګير خان ٢

د پښتو فلمونو اداکار طارق جمال د جهانګير خان د مړينې خبر رد کړ

د پښتو فلمونو د مشهور اداکار جهانګير خان د مړينې په اړه خبرونه خپاره شوي و، چې دا خبر د پښتو فلمونو يو بل اداکار طارق جمال رد کړ.

په ټولنيزو رسنيو کې په سلګونو پاڼو او اکاونټونو کې نن دا خبر خپور شوى و، چې جهانګير خان د کورونا ويروس له امله د پاکستان په لاهور ښار کې په يو روغتون کې مړ شوى دى.

خو په پاکستان کې د پښتو ژبې ټلويزيون (خېبر) يو خبريال مبارک علي وايي، چې هغه د پښتو فلمونو اداکار طارق جمال سره خبرې وکړې او نوموړي ورته وويل، چې جهانګير خان روغ دى.


جهانګير خان له څو ورځو راهيسې په روغتون کې بستر و، خو د هغه په وېنا، چې اوس کور ته رخصت شوى دى او روغتيا د پخوا په پرتله ډېره ښه ده.

د يادولو وړ ده چې د جهانګير خان د مړينې خبر ځينو ځايي رسنيو هم خپور کړى و. جهانګير خان ته نږدې کسانو د هغه له مينه والو غوښتنه کړې ده، چې دعا ورته وکړي.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …