د افغانستان کرکټ بورډ له خوا له دغه ادارې څخه ۴۳ کارمندان منفک شوي دي، چې د مياشتې دغه کسانو ته شاوخوا ۱ ميليون افغانۍ معاش ورکول کېده، کرکټ بورډ وايي، د بوديجې د کمښت او کاري برخه کې د غوره کېفيت د رامنځته کولو لپاره يې د يادو ۴۳ کسانو قراردادونه پای ته رسولي دي او زياتوي چې يادې پېسې په تخنيکي او رغنيزو چارو مصرفوي.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د هغوی په وېبپاڼه په خپور شوي راپور کې ليکل شوي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه او بشري سرچینو د ګډې پرېکړې پر بنسټ، په دې وروستیو کې د کارکوونکو پر تشکیل له سره کتنه وشوه او هغه ټول اضافي کسان چې په تشکیل کې ورته اړتیا نه لیدل کېده، د پورته ذکر شوو ستونزو له امله د ۴۳ کسانو قراردادونه پای ته ورسول شول.
همدا راز په دغه راپور کې د کرکټ بورډ د بشري سرچينو د مسوول ضيا الحق ضيا له خوا ويل شوي دي: ((د بوديجې د کمښت او په کاري برخه کې د کیفیت رامنځته کولو په موخه دا ډېره اړینه وه، څو موږ دغه ګام پورته کړو، دا چې اوسمهال د بودیجې له کمښت سره مخ یو نو د ادارې پر ځان بسیاینه او مالي ثبات ډېر مهم دی نو پر همدې بنسټ مو یاد ګام پورته کړی دی.))
دوی همدا راز په دغه راپور کې زياته کړې ده: ((د یاد شمېر کارکوونکو معاشونه د میاشتې شا وخوا یو ملیون افغانۍ او د کال تقریباً ۱۲ ملیون افغانۍ کېږي. د ادارې د نوې تګلارې پر بنسټ به دغه اندازه پیسې پر تخنیکي او رغنیزې چارو لګیږي چې پر بنسټ به یې په یادو برخو کې ډېر ژر مثبت بدلونونه رامنځته شي.))
همدا راز د افغانستان کرکټ له خوا دا يادونه هم شوې ده، چې يادو کسانو ته به د دوی د پالېسۍ تر مخه د راتلونکې، يعنې د سپتمبر مياشتې معاش هم ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان کرکټ بورډ چيرمېن او اجراییه رییس په نږدې ورځو کې بدل شوي دي، چې د سرپرست اجراییه رییس اسدالله خان په ځای لطف الله ستانکزی او د چيرمېن عزيزالله فضلي په ځای نوی چيرمېن فرهان یوسفزی مقرر شوي دي.