کورپاڼه / اسلام / رسول الله (ص) څخه یو کس وپوښتل غواړم ایمان مې بشپړ شي، څه وکړم؟

رسول الله (ص) څخه یو کس وپوښتل غواړم ایمان مې بشپړ شي، څه وکړم؟

تېره ورځ درته د یوې واقعې یوه برخه خپره کړه، چې له مخې یې یو کلیوالی سړی راځي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دنیا او آخرت د بریالیتوب په اړه پوښتنه کوي، نن هم د هماغه واقعې دویمه برخه یعنې پوښتنې او ځواب ولولئ:

هغه وویل چې غواړم په احسان واله خلکو کې وشمېرل شم، رسول الله ورته وفرمایل، د الله تعالی عبادت داسې وکړه لکه ته چې هغه وینې، که داسې نه وي نو بیا یې داسې کوه لکه هغه چې تا ویني.

هغه وویل غواړم ایمان مې بشپړ شي، رسول الله ورته وفرمایل خپل اخلاق ښه کړه ایمان به دې پوره شي. هغه وویل غواړم چې د الله تعالی فرمانبرداره واوسم، رسول الله ورته وفرمایل د الله فرض پرځای کړه نو اطاعت کوونکی به شې.

هغه وویل چې غواړم له ګناهونو پاک الله تعالی سره ووینم، د غسل او جنابت پر وخت ښه ځان پاکوه او په دې عمل به د قیامت په ورځ له الله تعالی سره پاک مخ شې. هغه وویل چې زه غواړم چې د قیامت په ورځ راڅخه نور پورته شي، رسول الله ورته وفرمایل چې پر چا ظلم مه کوه نو د قیامت په ورځ به درڅخه نور پورته شي.

هغه وویل چې غواړم زما رب پر ما رحم وکړي، رسول الله ورته وفرمایل، پخپل ځان رحم وکړه او د الله په مخلوق رحم وکړه نو الله تعالی به په تا رحم وکړي. هغه وویل چې غواړم ګناهونه مې کم شي، رسول الله ورته وفرمیل چې له الله تعالی بخښنه وغواړه ګناهونه به دې کم شي.

نور بیا…

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …